تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ترهګریزو بریدونه نوي تاکتیکونه او د امنیتي ادارو مسوولیتونه

۳۵- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
ترهګرو په دغو وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ښارونو کې د بریدونو نوي تاکتیک ته مخه کړې ده او نښلیېدونکي ماینونه کاروي. د دغو ماینونو د چاودنې په پایله کې د امنیتي ځواکونو اړوندانو او همدارنګه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دغه راز بریدونو په دغو وروستیو کې زور اخیستی دی. په کابل ښار کې هره ورځ د دغه راز بریدونو رپوټونه خپرېږي. دا د ترهګرو ډلو نوی تاکتیک دی. هغوی غواړي هدفي وژنې ترسره کړي، په ښار کې د ویرې او ډار فضا خپره کړي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. منو چې دغه راز بریدونه ترهګرو ته کومه پوځي ګټه رسولی نه شي، په اوسني وضعیت کې کوم ستراتېژیک بدلون رامنځ ته کولای نه شي او روانه پوځي – سیاسي معادله د هغوی په ګټه اړولی نه شي؛ خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې دغه راز بریدونه بابیزه وګڼل شي او د هغوی د مخنیوي لپاره کار و نه شي.
دا هم منو چې د دغه راز بریدونو مخنیوی ساده او آسانه کار نه دی؛ خو ناشونی هم نه دی. که په دقت کار وشي؛ نو د دغو بریدونو مخه نیول کېدای شي او که مخه یې په بشپړ ډول و نه نیول شي، لږ تر لږه کچه یې راکمېدای شي.
که موږ دغه ډول ترسره شویو بریدونو ته کتنه وکړو؛ نو ګورو چې ډېر یې د ملي اردو، پولیسو او نورو دولتي مامورینو پر موټرو تر سره شوي دي. ښایي ترهګر به د دغه راز ناځوانه بریدونو د ترسره کولو لپاره هر ډول امکانات، لارې چارې کاروي؛ خو د دغو موټرو مسوولین او چلوونکي هم تریو بريده پر ناغېړۍ او بې پروا چلند تورن کېدای شي. دوی مکلف دي چې خپل موټر بې ځایه ونه دروي، بې پامه یې پرې نه ږدي او ترهګرو ته دا فرصت برابر نه کړي چې وکولای شي د دوی په موټر کې بم کېږدي.
همدارنګه هغوی چې په دغه راز بریدونو لاس پورې کوي، داسې ښکاري چې ښه روزل شوي ترهګر دي او د یوې منظمې کړۍ په اډانه کې کار کوي. دلته نو بیا استخباراتي کار ته اړتیا ده چې باید اړوندې ادارې خپل اوپراتیفي امکانات وکاروي او د ترهګرو دغه راز کړۍ په کابل ښار او همدارنګه نورو ښارونو کې ومومي او جرړې یې وباسي. په دې برخه کې د اړوندو کشفي او استخباراتي ادارو فعالیت ډېر مهم دی.
درېیمه مهمه خبره د معاصرې تکنالوژۍ کارول دي. اوس تکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی دی او د دې امکان شته چې ښه پرمختللې تکنالوژي په موټرو کې ځای پر ځای شي او د دغې تکنالوژۍ په مټ له ترهګرو د مقناطیسي ماینونو د ځای پرځای کولو چانس واخیستل شي.
زموږ په آند اړوندې ادارې پر دغو مسایلو تر ټولو ښه پوهېږي، هغوی باید دا موضوع په جدي او ژوره توګه وڅېړي او د هغوی د مخنیوي لپاره اغېزمنه تګلاره برابره کړي. خلک په کابل ښار او همدارنګه نورو ښارونو کې ډاډمن امنیت غواړي او دا د امنیتي ادارو مسوولیت دی چې له خلکو سره په نږدې همکارۍ او همغږۍ کې په ښار کې د هر ډول ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي او د ښاریانو لپاره د آرام، سوله ییز او ډاډمن ژوندانه فضا او شرایط برابرکړي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته