خبرونهاقتصادټولنه

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنیکي ستونزو له کبله د یوشمېر بسونو فعالیت ځنډولی دی

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کابل ښار په یو شمېر ترمینلونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د ځینو بسونو فعالیت د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي دي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست له لوري د مسافرو د خوندیتوب او موټرو د معیاري کولو په موخه د کابل ښار په ټولو ترمینلونو کې د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي وضعیت د کنټرول لړۍ ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، چې د یادې لړۍ په لړ کې د ۱۷ موټرو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همدارنګه لیکلي، چې د دغې لړۍ پرمهال په پایتخت، کمپنۍ او سویل ختیځ ترمینلونو کې د ۵۲ موټرو تخنيکي وضعیت کنټرول شو، چې له یو شمېر بسونو اضافي او غیر معیاري چوکۍ لرې کړل شوې او د نهو موټرو تخنیکي اصلاح وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته