خبرونهټولنهTOP

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست خپل یو شمېر کارکوونکې د زده کړو په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږي

کابل، دغبرګولي ۸مه، باختر

د ترافيک پولیسو عمومي ریاست د زده کړو په موخه بهر ته د خپلو یو شمېر کارکوونکو د لېږلو خبر ورکړی دی.

یادې څرګندونې د ترافیک پولیسو عمومي رئيس پاسوال حسیب الله مختار د دغه ریاست یو شمېر منسوبینو ته د نظامي رتبو د ورکړې په مراسمو کې کړې دي.

مختار زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ریاست یو شمېر کارکوونکي ځینو بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو او د هغو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ولېږي.

نوموړي همدارنګه ویلي؛ ژمن دی، چې ټولو کارکوونکو ته خپل معنوي حقونه ورکړي او ترڅنګ به یې خپلو کارکوونکو ته په کور د ننه او بهر د روزنې زمینه برابره کړي چې په نږدې راتلونکي کې به ځینو هېوادونو ته یو شمېر کسان د روزنې لپاره ولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته