د ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
په تخار ولايت کې نن د يوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کيدو له امله ٣ تنه سپرلۍ يې ووژل شوې او ٢٧ تنه نور ټپيان شول.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل الله د باختر آژانس خبريال ته وويل: ٣٠٤ ډوله مسافر وړونکي بس موټر د رستاق له ولسوالۍ څخه د کابل په لور روان و چې د دغې ولسوالۍ د اوزوم د غاښى په ساحه کې د زيات ګړنديتوب له امله له واټ څخه ووت او چپه شو.
ده وويل: په دې پيښه کې د بس موټر درې تنه سپرلۍ ووژل شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ويشت تنه نور ټپيان شول.
د رستاق د روغتون يو موظف ډاکتر د دغې پيښې د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.