د تدارکاتو ملي کمیسیون د ۴۸۲میلیونو افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د تدارکاتو ملي کمیسیون غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د تدارکاتو ملي ادارې او د تدارکاتو ملي کمیسیون د ۱۳۹۴کال کاري راپور چې د تدارکاتي نظام اصلاح، اجراآت، لاسته راوړنې او پرمختګونه په کې شامل و، جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
جمهور رئیس د یاد راپور له اورېدو وروسته، د تدارکاتو ملي ادارې څخه د دغه راپور د جوړولو له امله مننه وکړه وې ویل، د دغه راپور له لوستلو وروسته به د تدارکاتو ملي ادارې او کمیسیون د کارونو د ښه والي په خاطر لازم اقدامات وشي.
د تدارکاتو ملي کمیسیون د پروژو له څېړنې وروسته د ۴۸۲میلیونو افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه تائید کړل. د پوهنې او کرنې وزارتونو اړوند دوه قراردادونه، لا زیاتې څېړنې ته پرېښودل شول.
په منظور شویو قراردادونو کې د غزني ولایت په مالیستان ولسوالۍ کې د یو صحي کلینک جوړول، د استنادي دیوالونو جوړول، د فاریاب بېلابېلو ولسوالیو د ۸۷ ښوونځیو لپاره د بريښنا او اوبو سیستم جوړول، د قیصار- لامان د ۸۲ کیلو متره سړک د ډيزاین او سروي پاتې کارونه، د کابل پوهنې ریاست اړوند ۱۱۳۶کسیزې لیلې جوړول، د نغلو او ماهیپر بندونو د سویچبورډونو بیا رغاول شامل وو.
همدارنګه د تدارکاتو ملي کمیسیون د ملي دفاع وزارت د ستر درستیزقوماندانۍ اړوند د ۵۵قلمه درملو قرارداد فسخه کول منظور کړل او قراردادي شرکت په خپلو ژمنو کې د پاتې راتلو له امله د محرومیت پروسې ته معرفي شو او له یاد قرارداد نه محروم شو.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سروردانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د عدلیې او اقتصاد وزیرانو، د مالیې وزارت سرپرست، د تدارکاتو ملي ادارې مسوولینو، د ولسي جرګې د ماليې او بودجې کمیسیون د شفافیت څارونکو، د شفافیت پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې هم ګډون درلود.#