د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزونو کې د مجاهدینو د جذب پر څرنګوالي خبرې وشوې
کابل، د کب ۳مه، باختر
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزونو کې د مجاهدینو د جذب پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
هغوی په نیمروز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو د هوارولو په اړه هم خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ مولوي شهامت ویلي چې د مجاهدینو د زده کړو د طرحې پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې زمینه برابره شوې ده.
د نیمروز والي هم په خپلو خبرو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د مجاهدینو روزنې د طرحې ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ترې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هرات او فراه له والیانو سره په جلاجلا کتنو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزونو کې د مجاهدینو د جذب پر طرحې او په یادو مرکزونو کې د شته ستونزو د هوارولو په اړه خبرې کړې دي.