د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري نن د جنوب-جنوب-شمال سپموزیم پرانیسته وشوه
کابل، د لړم ۲۲مه، باختر
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د جنوب- جنوب- شمال دوه ورځني سپموزیم پرانیسته وشوه.
یاد سمپوزیم د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مرسته د بېلا بېلو ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون جوړ شوی، چې پکې به د معیوبو او معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د ځانګړو زده کړو زمینې د پراختیا او ملاتړ په تړاو خبرې اترې وشي.
د تخنیکي او مسکلي زده کړو ادارې مرستیال مولوي غلام سعید احساس په یاده غونډه کې وویل چې معیوبو او معلولیت لرونکو خلکو ته د ځانګړو زده کړو زمینې برابرولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د دغې ادارې تر چتر لاندې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د یادو کسانو لپاره د ځانګړو زده کړو شاوخوا ۲۲ مرکزونه فعال دي او په پلان کې ده، چې په ټولو ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو یو یو مرکز فعال شي.
نوموړي په دې برخه کې له اړوندو نړیوالو مرستندویانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د ځانګړو زده کړو فعال بنسټونه دې له دوی سره په همغږۍ خپلې چارې پر مخ بوځي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې ښوونیز او بشري موضوعات له سیاست سره ونه تړي او په یادو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري د دغه سمپوزیم د جوړېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې معلولو ماشومانو ته جدي پاملرنه او د هغوی له کورنیو سره مرسته به وکولای شي، چې یادو کسانو ته د زده کړو زمینه برابره او هغوی د ټولنې د اوږو بار نشي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناروي کمېټې مشر تاریا منګوسن واتردال وویل چې د دغه سمپوزیم موخه د معلولیت لرونکو کسانو د حقوقو خوندیتوب او هغوی په انزوا کې له پاتي کېدو څخه ژغورل دي.
هغه زیاته کړه، چې یاده ټولنه همدارنګه هڅه کوي، چې له اړوندو افغان ادارو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د خپل توان په اندازه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سمپوزیم به دوه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له معلولیت لرونکو او معیوبو افغانانو ته د مرستو پیداکولو په لارو چارو، هغوی ته د زده کړو او کار زمینې برابرولو او نورو بېلا بېلو اړخونو خبرې اتري وشي.