د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د جنوب – جنوب – شمال سپموزیم پایلې اعلان کړې
کابل، د لړم ۲۴مه، باختر
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د جنوب – جنوب – شمال سمپوزیم پایلې اعلان کړې.
د یادې ادارې مرستیال مولوي غلام سعيد احساس په یاده غونډه کې وویل چې د دې سمپوزیم اصلي موخه د معلولیت لرونکو کسانو پر وړاندې د تبعیض، انزوا او توپیري چلند له منځه وړل وو.
هغه زیاته کړه، چې په سمپوزیم کې همدارنګه د معلولیت لرونکو او معیوبو کسانو لپاره د زده کړو او کار زمینې برابرولو او ښه والي په لارو چارو خبرې اترې وشوې.
سعید همدارنګه وویل چې اسلامي امارت په دې برخه کې امکاناتو ته په کتو خپل مسوولیت ادا کړی او نړیواله ټولنه هم باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جنګ جګړو او بېلا بېلو وسلو کارول د دې سبب شوي، چې ماشومان یا له موره معیوب پیدا شوي او یا له زېږون وروسته معلول شي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناروې کمېټې لوی رئيس تاریا واتر دال په یاده غونډه کې له افغان معلولینو او معیبو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په دې سمپوزیم کې په پرمختیایي پروګرامونو کې د معلولیت لرونکو کسانو شمولیت، د معلولیت لرونکو ماشومانو او ځوانانو لپاره د بریل کتابونو ترتیب او وېش، د اشاره وي ژبې پیاوړتیا، او د اړوندو بنسټونو ظرفیت لوړولو په اړه بحثونه او هوکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د جنوب – جنوب – شمال سمپوزیم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په همکارۍ د معلولیت لرونکو کسانو د شمولیت او تنوع په اړه لومړی سمپوزیم و، چې د دوو ورځو لپاره په کابل کې ترسره شو.
په دې سمپوزیم کې د افغانستان، اندونیزیا او ناروې لسګونه متخصصینو په انلاین ډول د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د کار او زده کړو زمینې برابرولو او د هغوی د ژوند ښه والي په تړاو خبرې اترې وکړې.