کابل، د وږي ۲۴مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په لړ کې نن د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د یادې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په یاده غونډه کې وویل چې دمګړۍ په ټول هېواد کې د دغه ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې ۳۵ زره مجاهدين د ادارې او مدیريت په برخو کې په زده کړو بوخت دي.
شهامت زیاته کړه، چې دغه ادارې تېر کال د خپلو کیفي او کمي خدمتونو سطحې لوړولو په موخه د خپل ستراتیژیک پلان په ګډون اړوند ۷۰ تقنيني سندونه هم نهايي کړي دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې په یاده موده کې یې د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو د مرکزونو۳ زره ۷۴۵ تنو فارغانوته په ۱۴ دولتي او خصوصي سکټور کې د کار زمینه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په یاده غونډه کې وویل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ړندو(نابينايانو) لپاره د خط بريل ۲زره ۸۵ جلده کتابونه چاپ کړي دي، چې په مرسته يې ياد کسان په اسانۍ سره لوستل کولی شي.
هغه زیاته کړه، چې یادې ادارې د ړندو کسانو لپاره د اسلامي تعليماتو او قرانکريم د حفظ زمينه هم برابره کړې ده او پلان لري، چې په هر ولايت کې د ړندو او کڼو(ناشنوايانو) لپاره د خاصو زده کړو يو يو مرکز جوړ کړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د تېر یوه کال په موده کې یې ۸ زره ۱۵۰ تنو ته د ۳۲۱ درسي ټولګیو پرمټ په ۳۱ څانګو کې د منځمهاله او لنډمهاله او په ۶ څانګو کې د اوږدمهاله استاد شاګردي حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.
هغه وړاندې وویل چې دغې ادارې پخوا ۷۳ څانګې درلودې، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دغه شمېر ۱۰۲ ته لوړ شوی دی.
احساس همدارنګه وویل چې دغه اداره توانېدلې، چې په جوزجان، روزګان، لغمان، تخار، بلخ او کندز ولایتونو کې د ځمکو غصب کمېسیون په مرسته د دې ادارې اړوند ۷۷۵ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۳ ل کال د زمري میاشتې څخه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې ۳ میلیارده ۱۲۱ میلیونه ۲۶۵ افغانۍ خالص عوايد را ټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.