د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هغه مجاهدینو ته د زده کړو بشپړولو زمینه برابروي، چې د جهادي مصروفیتونو له کبله ترې زده کړې نیمکړې پاتې شوې دي

 کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو د مجاهدینو د زده کړو په تړاو جوړه شوې طرحه نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې غونډې پرمهال له رسنیو سره شریکه کړه.

د یادې ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په یاده غونډه کې وویل چې د دغه طرحې د عملي کېدو موخه دا ده هغه مجاهدين چې په تېرو کلونو کې د جهادي مصروفیتونو له کبله ترې زده کړې نيمګړې پاتې شوې دي، وکولای شي خپلې زده کړې بشپړې کړي.

نوموړي زیاته کړه، هغه مجاهدین، چې د نهم ټولګي اسناد ولري د دغه طرحې له مخې به تر يو نيم کال زده کړو وروسته ورته د دوولسم ټولګي معادل سند ورکول کېږي، او هغه چې له ۱۲ ټولګي څخه فارغ وي تر يو نيم کال زده کړو وروسته به ورته د څوارلسم ټولګي (انستیتوت) اسناد ورکول کېږي.

شهامت همدارنګه وویل چې د دغې طرحې له مخې به مجاهدينو ته له رسمي وخت وړاندې او يا تر رسمي وخت وروسته تدريس کېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو ویلي، هغه مجاهدین چې تر زده کړو وروسته د ۱۲ ټولګي سند ترلاسه کوي د اختصاصي کانکور له لارې به اړوندو پوهنځیو ته د لوړو زده کړو په موخه جذب شي.

د یادې ادارې مسوولینو همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۳۷۳ ښوونیز مرکزونه لري او کولای شي، چې دغې پروسې ته د زرګونو په شمېر لوړ ظرفیت سره مجاهدین جذب کړي.

د یادونې وړ ده، چې مجاهدین به له دغې ښوونیزې لړۍ څخه تر فراغت وروسته وکولای شي، چې د اسلامي ثقافت، مدیریت اساساتو، د عامه مدیریت مهارتونو، اړیکو او مفاهمې مهارتونو، په اداره او سازمان کې د اړیکو تنظیم او همغږي، د مکاتبې او دفتردارۍ له مهارتونو سره بلدتیا، د دفتري اسنادو او فایلونو تنظیمولو، د ګمارنې او بشري سرچینو مدیریت له پروسو سره د بلدتیا، پلان جوړونې او تطبیق، د حقوقو، اقتصاد او محاسبې له اصولو سره بلدتیا، د عربي او انګلیسي ژبو مهارتونو سره بلدتیا او د اړینو کمپیوټري برنامو باندې د پوهېدلو په برخو کې پوهه لازم قابلیتونه او مهارتونه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته