امنیت

د تخار په جګړوکې درې تنه شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٨
په تخار ولايت کې د دوو ډلو غير مسوولو وسله والوکسانو ترمنځ جګړه کې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د تخار ولايت د فرخار او دشت قلعه ولسواليو په مربوطاتوکې په دريو جلاجلا پيښوکې شهيدان او ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د فرخار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوو ډلو غير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ جګړه کې يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو او دغه راز د دوو کورنيو د غړو ترمنځ د جګړې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ښاغلي اسير د څرګندونو له مخې: د دشت قلعه ولسوالۍ د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله د سيمې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته