د تخار نوي والي دنده پیل کړه
کابل / د کب ۲۵ مه / باختر
قاري محمد اسماعیل راسخ د مولوي نورالدین عمیر پرځای د تخار د نوي والي په توګه معرفي شو.
د باخترآژانس خبریال د خبر له مخې، د کورنیوچارو وزارت معین مولانا نورجلال جلالي د تخار د نوي والي معرفي کولو په غونډه کې د پخواني والي کارونه وستایل او ویې ویل چې د اسلامي امارت مجاهدین هیڅکله له ادلون او بدلون څخه نه ناهیله کېږي ځکه د خپل امیر له فرمان څخه اطاعت کوي.
نوموړي د تخار نوی والي یو پوه، متقي او تجربه لرونکی شخص وباله او د تخار له ټولو مجاهدینو او خلکو یې وغوښتل چې د حکومتوالۍ او د شرایطو د ښه والي په برخه کې دې له والي سره همکاري وکړي.
ع