کابل باختر د ثور څلورمه :
د تخار ولايت له بڼوالو سره د شمال ختيځ زون د مالدارۍ او بڼوالۍ د ملي پروګرام له خوا د بڼوالۍ د پرمختللو وسايلو مرسته وشوه.
په شمال ختيځ زون کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام مسوول محمد غلام ملا خېل د باختراژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، د بڼوالۍ په دغو وسايلو کې کوچنۍ او غټې بياتيګانې ، اره ، د درمل شېندلو او پودر شېندلو وسايل ، زينه ، ماسک ، عينکې ، دريشي ګانې او موزې شامل دي چې د تخار ولايت په بڼوالو وويشل شول .
ده وويل چې، تېره مياشت هم په تخار ولايت کې په څه ناڅه دوه زره تنومالدارانو د دغه پروګرام له لارې دغه شان وسايل وېشل شوي وو .
ختم_ ج _ اکرم