امنیت

د تخار قهرجن خلک : طالبان دې بايد په دوو نجونو د تيري کسان مجازات کړي

کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
په تخار کې قهرجنو کليوالي خلکو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د دغې ډلې څلور تنه جګړه ماران چې په دوو نجونو د جنسي تيري تور پرې لګول شوي دي  مجازات کړي .
  ١٥ ورځې وړاندې  څوتنو وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې په دوو نجونو جنسي تيرى وکړ .
له دغې پېښې وروسته  د نجونو پلار اوپه لسګونو کليوالي خلکوپه طالبانو زور واچاوه چې  د دغه جنسي تيري عاملين دې مجازات کړي.
وسله والو طالبانو په دغو نجونو د جنسي تيري په اړوند خپل څلور تنه غړي ونيول.او له خلکو سره يې ژمنه وکړه  چې هغوي ته سزا ورکوي. خو د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ پرون وسله والو طالبانو غوښتل دغه څلور تنه  تورن جګړه ماران د تخار له خواجه غار ولسوالۍ څخه د کندز دشت ارچي ته وتښتوي . چې خلک پاڅېدل او له ډار اچوونکوسره يې جګړه وکړه .
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياندخليل اسير وويل چې وسله والو طالبانوپه دې جګړه کې  په ملکي وګړو ډزې کړي دي چې درې تنه  ووژل او درې تنه نور يې ټپيان کړل .
د سيمه ييزو خلکواعتراض دغه راز دوام لري .
له تخار څخه زموږ خبريال وايي چې خلکو د طالبانو دوه غړي نيولي دي  هغوى له طالبانو څخه غواړي په دوونجونو  د جنسي تيري د تورنو جګړه مارانود تښتولو پرځاى دې  هغوى مجازات کړي.
هغه سيمه چې د طالبانو اوخلکو ترمنځ پکې جګړه شوې ده د ډار اچوونکو ترادارې لاندې ده .
  وسله والو طالبانو ډله تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته