ټولنه

د تخار د پراختيا لپاره هلې ځلې دوام لري

۲۳- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر
حکومت هلې ځلې کوي د سلګونو پرمختيايي پروژو د تطبيق له لارې د تخار په پرمختيا کې مرسته وکړي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ يواځې په وروستيو مياشتوکې د تخار په ځينو سيمو کې د٢٤٤ پرمختيايي پروژو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي چې له دې جملې څخه ٦١ یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول او پخول، د اوبولګولو د کانالونو او د اوبو رسونې شبکو جوړول، ښوونځيو، روغتونونو، د ولسواليو ته د ودانيو جوړول، د استنادي دېوالونو جوړول او د سېلاوونو د مخنيوي لپاره د سيند په دواړو خواوو کې د استنادي دېوالوتو جوړول شامل دي.
هيله کېږي د دغو پروژو په تطبيق سره د څښاک د روغتيايي اوبو، روغتونونو او ښوونځيو ته زيات لاسرسی پيدا کړي او لسګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.
د تخار د اقتصاد رييس احمدضيا طارق باختر آژانس ته وويل چې په تخار کې سلګونه پرمختيايي پروژو تر کار لاندې دي او په راتلونکو مياشتوکې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
هغه وويل: تمه کېږي د دغو پروژو په پرانیستلو سره تخار زياتې ټولنېزي او اقتصادي سوکالۍ ته ورسېږي.
ويل کېږي حکومت او نړيوال مرستندوي بنسټونه د دغو پروژو د تطبیق لپاره ۸ مليارده ۷۰۰ میليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته