امنیت

د تخار د يوې سيمه ييزې راډيو دوه تنه خبريالان شهيدان شول

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧مه
د تخار ولايت د يوې سيمه ييزې راډيو دوه تنه خبريالان تېر ماښام د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيدان شول .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د «هم صدا» راډيو دوه تنه سيمه ييز خبريالان شفيق الله آريا او رحيم الله د تخار په مرکز تالقانو ښارکې په خپل دفترکې د وسله والو کسانو له خوا شهيدان شول.
د تخارامنيتي بنسټونه ددغې پېښې دعاملينو دپېژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه په يوه پيغام کې د دغو دوو تنو خبريالانو شهادت غندلى او د دغې پېښې د عاملینو د نيولو غوښتنه يې کړه ده.
دا په ٢٠١٩  ميلادي کال کې په هېواد کې د خبريالانو د شهادت دويمه پېښه ده.
تېره مياشت هم په فراه ولايت کې افغان خبريال جاويد نوري دوسله والوطالبانو له خوا په شهادت ورسېد.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته