د تخار د رستاق لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو
کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د تخار د رستاق لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال تېره شپه په دې ولسوالۍ کې له څلور ملګرو سره یې ووژل شو.
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې امنیتي او دفاعي او ولسي پاڅون کوونکو د طابانو برید په شا وتمباوه.
خبرځای زیاته کړه چې په دې جګړه کې د تخار د رستاق ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ابو یوسف په ګډون د دغې ډلې پنځه غړي ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
پای/شکریه