سیاستخبرونهاقتصادTOP

د تخار د حرفوي زرشويانو کان کیندونکو خپلې غوښتنې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

د تخار ولایت د حرفوي زرشويانو کان کیندونکو، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، یادو کان کیندونکو په تخار کې د کان کیندنې او زرشویي فعالیتونو په برخه کې د وزارت پر غوره او شفاف مدیریت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د حرفوي زرشویي جوازونو په وېشلو سره په یاد ولایت کې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغوی همدا رنګه، د جوازونو د تمدید، رویالیټۍ او په تضمین کې د تعديل غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د حرفوي زرشويانو کان کیندونکو غوښتنې او وړانديزونه اورېدلي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یې د جوازونو تمدید، د یو جریب لپاره د ٣٠ زره افغانیو تضمین او ۵٠ زره افغانیو رویالټۍ وړاندیز منظور کړی او همدا رنګه د زرشويي فعالیتونو په مهال یې د چاپېریال ساتنې برخې ته پر زیاتې پاملرنې ټینګار کړی دی.

ویل شوي چې د یادو جوازونو په تمدید سره به ۲۵۰۰کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته