د تخار د جوماتونو لپاره د امامت آزموينه واخستل شوه
کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
د تخار ولايت د جوماتونو د امامت د تشو بستونو لپاره رقابتي آزموينه نن په تالقانو ښارکې واخستل شوه .
د باختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په دې آزموينه کې چې د تخار ولايت د حج او اوقافو رياست له خوا واخستل شوه، په کې په لسګونو تنو ديني عالمانو ګډون کړى و او ټاکل شوې ده په څلويښتو جوماتونو کې هغه کسان چې په آزموينه کې بريالي شي، د ملا امام په توګه وټاکل شي.
پاى ج ذ