ټولنه

د تخار د اقتصاد رياست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د تخار ولايت د اقتصاد رياست د نوې ودانۍ د بڼسټ ډبره نن کيښودل شوه.
په دې ودانۍ کې د دولتي ادارې او ټولې عمومي اړتياوې په پام کې نيولې شوې دي .
د تخار ولايت د اقتصاد رياست د نوې ودانۍ د جوړولو لګښت ١٢مليونه افغانۍ کيږي چې د اقتصاد وزارت له خوا ورکول کيږي.
د تخار والي نن د دغه ولايت د اقتصاد رياست د ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودلو په مراسموکې له موظف ساختماني شرکت څخه وغوښتل چې د دغې ودانۍ په جوړولوکې کيفيت په پام کې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته