کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
د تخار خلکو د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې د افغانستان د ملي بيرغ په ليږدونې سره د سلما بند د پرانستلو هرکلى وکړ .
د تالقانو له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د تخار ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو د سلما بند د پرانستلو هرکلى وکړ او د تالقانو ښار په واټونوکې يې د افغانستان د ملي بيرغ او د سلما بند د تصويرونو په ليږدونې سره يې د دغه بند پرانستل مهم او حياتي وبلل او له دوست هېواد هندوستان سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ او (ژوندى دې وې د افغانستان او هند دوستي) او ژوندى دې وې د ملي وحدت حکومت) د شعارونو په ورکولو سره يې له دولت څخه وغوښتل چې د کوکچې بند د ساتنې په لاره کې هم لازمه پاملرنه وکړي .
0 1 دقیقه لوستل