روغتیا

د تخارپه ولايتي روغتون کې څه دپاسه سل زره تنه ناروغان تداوي شوي دي

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
د روان کال په لومړيو شپږومياشتوکې د تخار په ولايتي روغتون کې نږدې يوسلو څلور زره تنه ناروغان معاينه او تداوي شوي دي.
دغه ټکى دتخار د ولايتي روغتون سرپرست ډاکترعبدالجميل فروتن د باخترآژانس خبريال ته څرګندکړ او ويې ويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې يوسلوڅلرو زره دوه سوه دوه ويشتو تنو ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې ده چې له دې جملې څخه څه دپاسه اتيا زره تنه يې تداوي  شوي او لازم درمل ورته ورکړى شوي دي.
ده وويل: په دې موده کې نږدې څليرويشت زره تنه ناروغان ددغه روغتون دعمومي داخلې، ولادي او نسايي، عمومي جراحي او د خوار ځواکۍ په څانګوکې بستر او درملنه يې شوې ده.
ډاکتر فروتن څرګنده کړه چې د هغو ناروغانو په جمله کې چې بستر شوي او درملنه يې شوې ده؛ په خوارځواکۍ اخته څلور سوه څلويښت تنه ماشومان هم تداوي شوي دي .
ده يادونه وکړه چې په اوس وخت کې د والګۍ او د سالندى د ناروغيو زياتره ناروغان د هوا د سړښت په خاطر روغتون ته مراجعه کوي .
ډاکتر فروتن وويل چې دتخار په ولايتي روغتون کې د تيرو وختونو په نسبت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ښه والى موندلى دى .
په همدې حال کې دماشومانو د داخله متخصص ډاکترعبدالباسط تاييدکړه چې د سالندى په ناروغيو د اخته ماشومانو د مراجعې شمېر زيات شوى دى او بايد ميندې خپل ماشومان په خپلو شيدو تغذيه کړي. ځکه د مور په شيدو تغديه ماشومان د ناروغيو په تيره بيا د سالندى د ناروغۍ په وړاندې مقاوم کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته