د تاشکند کنفرانس د جمهور رئيس غني د سولې له هلوځلو څخه د ملاتړلپاره يوفرصت دى
کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
ټاکل شوې ده تاشکند سبا اوبل سبا دافغانستان د سولې دکنفرانس کوربه وي.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ د افغانستان د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې ده سبا د ازبکستان په پايتخت تاشکند کې جوړ شي ،يو ډيرمهم کنفرانس دى او نړيوالې ټولنې ته ددې فرصت برابروي چې د جمهوررئيس غني دسولې له هلوځلو څخه ملاتړ وکړي.
رسنيو ته دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت دمرستيال اليس ويلز دڅرګندونوله مخې ؛په دې کنفرانس کې به په امريکا سربيره د اروپا اتحاديې ، هند ،. پاکستان او ترکيه هم ګډون وکړي.
دبهرنيو چارو وزارت وياند احمدشکيب مستغني دتاشکند دکنفرانس په باب داسې وويل ؛ دتاشکند کنفرانس دچين ، متحده عربي اماراتو ، روسيې ، ترکمنستان ، قزاقستان ،ايران ،پاکستان او د جاپان دهېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په کچه جوړيږي.
ده زياته کړه په دې کنفرانس کې د دريو موضوعګانوپه باب خبرې کيږي.
لومړۍ بحث د سولې په باب دافغانستان په مشرۍ دسولې له بهيرڅخه دبرخه والو ملاتړ دى . دويم بحث دتروريزم پرخلاف دګډې مبارزې ن په اړوند او دريم بحث دسيمې د اتصال په باب دى .
مستغني له نورو کنفرانسونو سره دتاشکند دکنفرانس توپير چې دافغانستان په اړوند جوړ شوي دي داسې وويل ؛ هر کنفرانس دافغانستان په باب په يوه ځانګړي چوکاټ او ځانګړې اجندا سره جوړ شوى دى چې هر يو يې ځانګړى ارزښت درلود او دافغانستان دسولې له بهيرڅخه يې په ملاتړ کې ځانګړى رول درلود،. خو دکابل بهير دغو غونډو ته ديو چتر حيثيت لري چې دخبرو نتيجې يې له يوبل سره همغږې کړې او د امنيت دتامينولو ، له تروريزم او ډاراچونې سره د مبارزې په اړوند د غونډې لومړيتوبونه مشخص کوي.
دمستغني دڅرګندونوله مخې ؛ دنړيوالو اوسيمه ييزو غونډو جوړول دتروريزم او دنشه يي توکو دله منځه وړلو داقتصادي فرصتونو ته دزمينې دبرابرولو په خاطر دګډې مبارزې دپياوړتيا او همغږۍ اوله دغو فرصتونو څخه دګډې استفادې په لاره کې دافغانستان دفعال بهرني سياست ښکارندوى دى. پاى ج ذ