نوي ډيلى باختر دثور دولسمه :
د هند سترې محکمې د دغه هېواد له دولت څخه غوښتي دي چې د هغه څه له امله چې د تاج محل د رنګ د بدلون انديښنې نومېږي له بهرنيانو څخه مرسته وغواړي .
باختراژانس دبي بي سي د خبري شبکې له خولې خبرراکړ ، د سترې محکمې قاضيانو د هند حکومت ته په خطاب کې ويلي دي؛ که چيرې تخصص يې هم ولرى هغه نه کاروى يا ښايي تاسو ته اصلا ارزښت نه لري .
تاج محل هغه ماڼۍ ده چې په اوولسمه ميلادي پيړۍ کې له سپينو مرمرواو نورو توکو څخه جوړه شوه او اوس ستره محکمه وايي چې له ژېړېدو وروسته يې شين او قهوه يي رنګ ورکول کېږي .
ويل کېږي چې د رنګ د بدلون دليلونه ککړتيا او د حشراتوفاضله توکي دي .
د مدن لوکر او ديپاک ګوپتا په نومونو د ستري محکمې دوو قاضيانو هغه عکسونه چې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ماهرانو د دوى په واک کې ورکړي دي څېړلي دي او حکومت ته يې امر کړ ى دى چې د دغې معضلې د حل لپاره له کورنيو اوبهرنيو ماهرانو سره اړيکه ونيسي .
حکومت مخکې له دې تاج محل ته څېرمه په زرګونو کارخانې تړلې وې، خو فعالين وايي چې دغه تاريخي ماڼۍ خپله ځلا له لاسه ورکوي .
تاج محل دشاه جهان په نامه د مغلو يو امپراطور د اګره په ښار کې جوړ کړى دى چې دغه ماڼۍ د نړۍ د ګرځندويانو د جذابيت وړ دى .
0 1 دقیقه لوستل