نړۍ

د تاجک ځوانانو د تير ايستلو لپاره د داعش د ډلې هلې ځلې

_   دوشنبه ايرنا  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٦ :
د داعش تروريستي ډلې په وروستيو ورځوکې د ټولنيزو شبکو له لارې د تاجک ځوانانو د تير ايستلو لپاره په کار لاس پورې کړى دى .
دغې تروريستي ډلې د نوي ميلادي کال په پيل کې د تاجکستان په ټولنيزو شبکو کې يو بلنليک خپورکړ چې په ترڅ کې يې څو تنه تاجکان چې په عراق کې   د داعشي په نامه د جګړې په حال کې دي؛ نورو تاجکو ځوانانو ته له دغې ډلې سره  د پيوستون بلنه ورکوي.
په دې بلنليک کې يو تاجک ځوان چې په ټولنيزو شبکو کې پراخ فعاليت لري؛  نورو تاجک ځوانانو  ته د داعش له تروريستي ډلې سره دپيوستون بلنه ورکوي .
دغه تير ايستل شوى ځوان چې ويل شوي دي د تاجکستان د ختلان ولايت   اوسيدونکى دى؛ په دې بلنليک له تاجک ځوانانو څخه غوښتل چې له هرې ممکنې لارې په تيره بيا د ترکيې له لارې ځان سوريې يا عراق ته ورسوي.
د تاجکستان خلک، داعش يوه تروريستي ډله بولي او په همدې دليل دځوانانو د جذبولو لپاره د دغې ډلې هلوځلو نتيجه نه ده ورکړې او يو کم شمير يې هم د روسيې له لارې  داعش ته  جذب شوي دي  او سوريې او عراق ته  تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته