د تاجکستان په نندارتون کې ځيني افغاني توکي نندارې ته ايښودل کېږي
آ زادۍ راډيو باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
ټاکل شوې چې په تاجکستان کې د افغانستان يو شمېر کرنيز محصولات، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او ځيني لاسي صنايع نندارې ته کېښودل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي نن رسنيو ته وويل چې دغه دوه ورځنی نندارتون به د پنجشبنې په ورځ پرانيستل شي.
د پسرلي په خبره، په دغه نندارتون کې به د افغانستان او تاجکستان ترڅنګ د سيمې د هېوادونو د خصوصي سکټور يو شمېر استازي هم ګډون وکړي. د ده په خبره، د دغه نندارتون په لړکې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسؤلين ددغه نندارتون له ګډون کوونکو هېوادونو سره څوقرار دادونه هم لاسليک کړي.
د يادونې وړ ده چې د تاجکستان نندارتون هر کال ترسره کېږي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې په کې افغاني محصولات هم نندارې ته ايښودل کېږي. پاى ذکرالله