د تاتارستان پانګه‌والو د افغانستان د نفت او ګازو پر زېرمو د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د تاتارستان له يو شمېر پانګه‌والو سره کتلي دي.
د کانونو او پټروليم او وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ‏په دې کتنه کې، د تاتارستان پانګه‌والو د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو په برخه کې پر پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار هم، په افغانستان کې د یاد هېواد د پانګه‌والو د پانګونې هرکلی کړی او ورسره د کانونو د کړنلارې مطابق يې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته