روغتیا

د بې کيفيته او تېر تاريخ درملو پلورونکو ته د غزني د عامې روغتيا رياست خبردارى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د غزني ولايت د عامې روغتيا رياست د بې کيفيتو او تېرتاريخ درملو پلورونکو ته خبردارى ورکړ.
د دغه رياست مسوولينو وويل: که چيرې په درملتونونو او خصوصي روغتيايي مرکزونوکې د بې کيفيتو او تېر تاريخ درملو پلورنه دوام وکړي؛ له پلورونکو سره به قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې نن ٢٣٨ قلمه تېر تاريخ او بې کيفيته درمل د غزني د عامې روغتيا د رياست له خوا له منځه يوړل شو.
دغزني ولايت دعامې روغتيا رييسې ډاکترې ضياګل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پنځه ټنه درمل د پنحو مياشتو په بهيرکې ددغه رياست د څيړونکو له خوا د درملتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه راټول کړى شوي و.
د غزني دغې روغتيايي مسوولې د درملو پلورونکوته خبردارى ورکړ چې ددغه بهير د دوام په صورت کې به له هغوى سره قانوني چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته