کابل/ د ليندۍ ١٠ مه/ باختر
د فارياب، سرپل او جوزجان بې ځايه شويو ښځو نن خپل لاسي صنايع په شبرغان ښارکې نندارې ته وړاندې کړې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ښځې چې په دغو ولايتونوکې د وروستيو نا امنيو له امله بې ځايه او په شبرغان ښارکې ځاى پرځاى شوې دي؛ خپلې لسګونه لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړې.
يوشمېر ښځې چې له خپلو کورنيو سره جوزجان ته راغلې دي؛ وايي: د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست له خوا چې د غالي اوبدلو، ټغر اوبدلو، شړۍ اوبدلو، خياطۍ، ګلدوزۍ، مرې ګڼدلو او د حرفو د زده کړې د زمينو په برابرېدو سره وکولاى شول خپلې لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي.
عاطفه هغه ښځه ده چې خپل لاسي صنايع په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې دي او وايي چې له طالبانو سره د پوځيانو د جګړو په پايله کې له درزاب ولسوالۍ څخه له امکاناتو پرته د شبرغان ښار ته راغلې ده؛ اوس د خياطۍ حرفي په زده کړې سره خپلو بچيانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
عاطفه زياتوي چې هره ورځ له ٢٠٠ څخه تر ٤٠٠ افغانيو پورې عايد لري چې د خپلې کورنۍ د زده کړې لپاره لګوي چې د هغوى د ژوندانه حالت بدلون ومومي.
د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس عبدالمالک رستمي وايي: له نورو بې ځايه شويو ښځو لپاره د حرفې د زده کړې بهير دوام لري.
ختم- ج -اکرم