هرات باختر دوږي دمياشتې ٢١ نيټه :
د هرات ولايت د موټر پلورونکو اتحاديه د ويشي موټرو د تګ راتګ او د دغه ولايت په اقتصادي او ټولنيز حالت د هغو د منفي پايلو له پلوه انديښنه لري.
يوشمېر موټر پلورونکو او د بار وړونکو او سپرلۍ وړونکو موټرو د واردونکو شرکتونو مسوولانو چې نن يې د هرات له والي محمد آصف رحيمي سره وکتل، د بې سنده موټرو د وارديدو او په ښارکې د هغو د تګ راتګ له پلوه چې دستونزو د رامنځته کيدو سبب کيږي، انديښنه څرکنده کړه.
د هرات والي د طرحه شويو ستونزو له اوريدو وروسته لارښوونه وکړه چې د قانون د تطبيق او د ويشي موټرو د واردلو او په ښارکې د هغو د تګ راتګ د مخنيوي په خاطر دې لازم تدبيرونه ونيول شي.
پاى شکريه ذ
0 1 دقیقه لوستل