کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٩ :
په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون مسوولينو دغه روغتون ته د امريکايي پوځيانو د موټرو د ننوتو مخه ونيوله .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
تيره اوونۍ د امريکايي پوځيانو يو زغره وال موټرغوښتل چې په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون د هغوى د هوايي بريد د څيړنې لپاره د دغه روغتون انګړ ته ننوځي چې د دغه روغتون د موظفينوله خوا يې مخه ونيوله شوه.
په کندز کې د بې سرحده ډاکتـــــرانو روغتون کله چې د کندز ښار کنترول دطالبانو لاسته ورغى؛ د افغان امنيتي ځواکونو د استخباراتي اطلاعاتو له مخې: د امريکايي پوځيانو د جنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو چې له امله يې ١٢ تنه ټپيان چې په دغه روغتون کې بستر وو؛ د روغتون له ١٠ تنو کارکوونکو سره يو ځاى ووژل شول.
امريکايي پوځيانو په دغه روغتون د بريد مسووليت په غاړه واخيست .
د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند چيف ويويس وايي: زموږ هوايي ځواکونو د دغه روغتون د کارکوونکو د شتون په باب معلومات نلرل.
ده ويلي دي: زموږ څيړنې او تحقيقات دوام لري.
د بريد په لومړيو وختوکې د کندز سيمه ييزو مقاماتو ويلي و چې په دې روغتون کې مخالفو ځواکونو شتون درلود او له دغه ځاى څخه يې په امنيتي ځواکونو ډزې کولې.
په همدې حال کې بې سرحده ډاکترانو د هغوى ادعاوې ردې کړې دي او ويلي يې دي چې د دغه بريد په وخت کې په دغه روغتون کې هيڅ وسله وال سړى نه و.
بې سرحده ډاکترانو د امريکايانو تحقيقات يو اړخيز بللي دي او هغه يې له خپل اعتماد څخه لرې بللې دي.
دوى د دغه بريد په باب د يوه بې پرې نړيوال هيئت د څيړنې غوښتنه وکړه.
د بې سرحده ډاکترانو د روغتون يو مسوول کرستوف استوګ ويلي دي: په دغه روغتون بريديو جنايت دى او موږ د بشپړ اوشفاف تحقيق غوښتنه کوو.
په همدې حال کې په افغانستان کې خبرځايونو او لويديځو سرچينو ويلي دي چې طالبانو او د پاکستان د استخباراتو ګوډاګيانو د کندز د تصفيې د عملياتو په وخت کې ځانونه په دغه روغتون کې پټ کړل او جګړه يې رهبري کوله.
1 1 دقیقه لوستل