د بیان د ازادۍ اصل ته دې درناوی وشي

ګردیز باختر د وږي ۳۱ مه
له خبریالانو سره  په خپل وخت د معلوماتو شریکول د بیان د ازادۍ اصل ته درناوی کول دي.
دغه څرګندونې د پکتیا ولایت د والي مرستیال عبدالولي سهي د یو شمېر خصوصي رسنیو له استازو سره د همغږۍ په پار په جوړې  شوې غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سمیه ېیز خبریال د خبر له  مخې؛
په دې  غونډه کې  چې  د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا جوړه شوې وه،له ټولو دولتي او غیر دولتي اداروڅخه وغوښتل شول چې له خبریالانو سره معلومات په خپل وخت شریک کړي اود بيان د ازادۍ اصل ته دې  درناوی وکړي.
هغوی په خپلو خبرو کې دغږیزو او چاپي رسنیو په خپرونو،کړنو،د جوازونو د نه درلودلو،په ژوندیو خپرونو کې په بې  ځای خبرو کولو،د منفي خپرونو په وړاندې کولو، د رسنیو د ماليې نه ورکړه،د فریکونسي د جوازکال په کال نوي کول او د جوازونو په تمدېدولو خبرې وکړې.
په دغه غونډه  کې د خصوصي رسنیو د استازو له خوا هم یو شمېر ستونزې شریکې  شوې او د حل غوښتنه یې  وکړه.
په پای کې  د ولایتي ادارې له  خوا د رسنیو استازو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ شو خو له دوی یې  هم غوښتنه وکړه څو ملي ګټو ته ژمن ووسي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته