_ چاريکار باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠:
د کابل په شمال د بګرام د پوځي اډې په کارکوونکو د خونړيو ډزو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
ناپيژاندو وسله والوکسانو د دوشنبې په شپه د دغو کارکوونکو د سپرلۍ په موټر بريد وکړ چې له امله يې اته تنه کارګران ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د پروان ولايت د رسنيو دفتر له دغې پيښې وروسته وايي چې د دغې پيښې د څرنګوالي په باب د امنيتي مامورينو څيړنې پيل شوې دي.
ويل کيږي امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې د دغو خونړيو ډزو عاملين پيدا کړي.
تر اوسه پورې د دغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى، خو مخکې له دې د دغه شان پيښو عاملين وسله وال طالبان بلل شوي دي.
په بګرام کې د امريکايي ځواکونو اډه د پايتخت دشمال په څلويښت کيلومترۍ واټن کې موقعيت لري .
که څه هم په پروان ولايت کې چېرته چې دغه پوځي اډه موقعيت لري، امنيتي حالت ښه دى خو کله نا کله دغه شان پيښې رامنځته کيږي.
0 1 دقیقه لوستل