ټولنه

د بګرام اوسيدونکي په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د راکړې ورکړې له امله شکايت کوي

کابل باختر د  مرغومي دولسمه :
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اوسيدونکي  په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د راکړې ورکړې د زياتوالى له امله انديښنه لري.
دوى ادعاکوي چې په دغې ولسوالۍ کې  پوليس د نشه يي توکو د راکړې ورکړې  مخنيوي ته پاملرنه نه کوي .
دغه کرغيړنه پديده چې يوشمېر ځوانان پرې روږدي شوي دي؛ د کورنيو حالت يې ګډود کړى دى او په ټولنه کې د بدبختى باعث شوې ده.
د بګرام يو تن اوسيدونکى لعل محمد د پوليسو په اجرااتو سخت انتقاد وکړ او ويې ويل: د بګرام مشرانو، مخورو او اوسيدونکو څو ځلې د دغې ولسوالۍ له امنيه قوماندانۍ څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو د راکړې ورکړې مخه ونيسي  خو د پوليسو اداره ورته پاملرنه نه ده کړې.
ده زياته کړه: که چيرې مو د بګرام امنيه قوماندان ته وويل چې د بګرام ولسوالۍ په بېلابېلو ساحوکې د نشه يي توکو راکړه ورکړه شته؛ بايدپوليس اقدام وکړي؛
خو امنيه قوماندان زموږ دې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه.
په همدې ډول د بګرام څو تنو نورو اوسيدونکو هم وويل چې د بګرام د نود د بازار په ځينو دوکانونو او د استوګنې په کورونوکې نشه يي توکي په پرچون ډول پلورل کيږي. 
دغه راز د بګرام ولسوالۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې آمر نعمت الله هم په دوکانونو او په تېره بيا د نود په سيمه کې نشه يي توکي په ښکاره ډول په عمده اوپرچون  ډول پلورل کيږي .
ده په دغو سيموکې د نشه يي توکو د پلورنې پرخلاف د اقداماتو په باب وايي:  زموږه اداره اجرائيه قوه نه ده؛ څه نشو کولى او موږ هلي ځلې کوو ترڅو په پروان کې د نشه يي توکو د روږدوکسانو د زياتوالى مخه ونيسو. خو هلې ځلې هغه وخت  نتيجه ورکوي چې دنشه يي توکو د پلورنې مخه ونيول شي.
په همدې حال کې د پروان امنيه قوماندان سمونوال عبدالرحمن سرجنګ باخترآژانس ته وويل: پوليس موظف  شوي دي چې د نشه يي توکو د راکړې ورکړې  مخه ونيسي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري .
د بګرام ولسوالۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې آمر نعمت الله د روږدو کسانو د درملنې په باب وويل: له يوکال راپديخوا په نشه يي توکو څليرويشت تنه روږدي کسان  يې روغتون ته د درملنې لپاره معرفي کړي دي او تداوي شوي دي.
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخې: دکوکنارو په سلو کې نوي کرکيله په نهو جنوبي او لويديځو ولايتونوکې دي چې زياتره د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته