کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د ملګروملتو سازمان له افغانستان څخه وغوښتل چې د بچه بازۍ پديده د يوه جرم په توګه په رسميت وپيژني.
د ملګرو ملتوسازمان په خپل نوي رپوټ کې په جنګي سيموکې د جنسي تاوتريخوالي په اړوند د افغانستان له دولت څخه غوښتي دي چې د بچه بازۍ پديده جرم وشميري.
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ:
دغه سازمان د افغانستان له دولت څخه په کلکه غوښتنه کړې ده چې د دغه هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو د پياوړتيا په مقصد د جنسي تاوتريخوالي په اړوند جرمونو لپاره د حل لارو د موندلو په خاطر لازمې منابع ځانګړې کړي.
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې افغانستان بايد د خپل عمل پروګرام د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا د ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک له مخې همغږى کړي او بچه بازي د يو جرم په توګه په رسميت وپيژني.
د بچه بازي ناوړه پديده په افغانستان کې دبشر دحقوقو له ناوړو سرغړونو څخه ده چې عاملين يې په معمولي ډول سيمه ييز قوماندا نان او زورځواکان دي.
دوى په کوچينو ماشومانو جنسي تيري کوي او هغوى ته ښځينه جامې په تن کوي چې د افغانستان په قوانينوکې په څرګندډول نه دي تعريف شوي او د بچه بازۍ او د ماشومانو د جنسي ځورونې لپاره مشخص مجازات نه دي اټکل شوي.
ويل کيږي: څه موده مخکې د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره د بچه بازۍ او د ماشومانو د جنسي ځورونې له ناوړې پديدې سره د مبارزې لپاره د يوه قانون مسوده تدوينه کړه چې دغه طرحه د وزيرانو شورا له خوا تائيد شوه.
خو د اجرا کولو لپاره يې بايد ملي شورا هغه تصويب او جمهور رئيس يې توشيح کړي.
دغه راز ويل شوي دي چې وسله وال طالبان څرنګه له دغې پديدې څخه په امنيتي ځوا کونو د بريد لپاره استفاده کوي.
خو طالبانو د فرانسپرس د خبري آژانس دغه رپوټ رد کړى دى.
1 1 دقیقه لوستل