نړۍ

د بوکوحرام ډله د نايجريا دبورنو ايالت مرکز کلابندکړى دى

لاګوس بى بى سي – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د نايجريا سيمه ييز مامورين وايي چې د بوکوحرام د ډلې جګړه مارانو د بورنو ايالت مرکز مايدوګوري ښار په بشپړه توګه کلابندکړى دى.
دوى وايي چې د نايجريا ځواکونه بايد پياوړي شي؛ تر څو وکولاى شي د احتمالي بريدونو د مخنيوي په لاره کې مقاومت وکړي .
دنايجريا حکومت تراوسه پورې په دې باب نظر نه څرګند کړى .
د بوکوحرام ډله څه دپاسه يوه لسيزه کيږي چې د نايجريا په شمال ختيځ او د کامرون په شمال کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته