کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير دبم په چاودنه کې شهيد شو.
په دې پېښه کې چې نن له غرمې مخکې په بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوه د دوو ماشومانوپه ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ دوه پر له پسې بمونه دبهسودو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مدير د سپرلۍ دکاروان په موټر وچاودېدل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د بهسودو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې مدير نصير احمدشهيد او د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.
دننګرهار ولايت د ولايتي روغتون ډاکترانو د دغې چاودنې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخېستى خو د ننګرهار ولايت يوشمېر امنيتي خبرځايونه طالبان د دغې چاودنې عاملين بولي.
1 1 دقیقه لوستل