سیاست

د بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو سره غونډه وشوه

کابل /دلړم ٢٣مه/ باختر
دبهرنیو چارو وزارت د وضعیت ارزولو په موخه د غونډو په لړ کې پرون مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم په موخه، غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم په اړه خپل راپور له جمهورريیس سره شریک کړ.
همدارنګه د بهرنیوچارو وزارت د ارشد مدیرانو د دندو پر لایحه، د وظایفو او تشکیلاتو پر مرور، له هېواده بهر د افغان سفارتخانو او قونسلګریو د عوایدو راټولو سیستم د ایجادولو پر کار او قونسلي چارو پر تنظیم بحث وشو.
د بهرینو چارو وزارت مسوولینو وویل، تر اوسه ددغه وزارت ۲۳۷ کارکوونکو پر بهرنۍ ژبې د بشپړ تسلط معتبر تصدیقونه وړاندې کړي دي.
په دې غونډه کې په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پر راوستو او معیاري کولو او د دغه وزارت د کارکوونکو پر سیاسي او اقتصادي پوهې سربېره پر انګلیسي ژبې د تسلط ټینګار  وشو.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته