د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې له مشرې سره وکتل

کابل، د کب ۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې له مشرې کاتارینا ریټز سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې په دې کتنه کې کاتارینا ریټز په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې له اوږدې مخینې ترڅنګ د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیایي خدماتو څخه یادونه وکړه او له یادو خدماتو یې لا هم ملاتړ څرګند کړ او ويې ویل چې دوی اوسمهال هم د ظرفیت لوړونې او روزنې به برخه کې یو لړ پروژې تر لاس لاندې لري، چې د حکومت په همغږۍ یې مخته وړي.

بلخې زیاته کړې چې ورته مهال شېر محمد عباس ستانکزي د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستې اوږد مهاله او تاریخي وبللې او په سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره د دوی له هر اړخیزو مرستو او همکاریو مننه وکړه.

نوموړي همداراز په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې د بشري فعالیتونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته