کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د یوناما له پخواني مشر تدامیچي یاماموتو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې یماماتو وویل جاپان د افغانستان د خلکو سره ځانګړې مینه لري او په همدې موخه غواړي چې په افغانستان کې اوسني حقایق درک کړي او د بشري مرستو ترڅنګ د شته حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور او اړیکو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې د سسکاوا سولې بنسټ رئیس اتسوشي سونامي د یاد بنسټ په تړاو مالومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې کار کولو ته چمتوالی وښود.
ورته مهال شېر محمد عباس ستانکزي دوی ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د جاپان د مرستو او همکارۍ ترڅنګ د چاپان له بنسټیزو کارونو څخه ځانګړې یادونه وکړه. ستانکزي همدا راز زیاته کړه چې افغانستان تازه له جګړو راوتلی هېواد دی او اړتیا ده، چې دلته زده کړو، روغتیا، زراعت او چاپېریال ساتنې په برخه کې لازمې مرستې وشي او په دې برخه کې موږ له جاپان څخه د ځانګړې مرستې او همکارۍ هیله لرو او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوو.
په پای کې یاد پلاوي په دې برخو کې له ځینو ګامونو څخه یادونه وکړه او په نورو لازمو برخو کې یې هم د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.