د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له خپل بلاروسي سیال سره کتلي

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په خپل کاري دفتر کې د بلاروس جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال لوکا شویچ سره کتلي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او بلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د ښاغلي ستانکزي په دغه کتنه کې کابل ته د خپل بلاروسي سیال دغه سفر د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ او د اوږد مهاله همکاریو په برخه کې ښه پیل بللی دی.
په ورته وخت کې د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د خپل حکومت هغه مثبته اراده څرګنده کړې، چې له مخې یې دوی غواړي‌ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو لپاره بنسټ کېږدي.
دواړه لورو هوکړه کړې، چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته