خبرونهسیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې د انګلستان له سرپرست سفير سره وکتل

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس د افغانستان لپاره د انګلستان له سرپرست سفير رابرټ ډکسن سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له ډکسن څخه د انګلستان له لوري د شويو بشري مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هېواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د انګلستان سرپرست سفير ډکسن په دغه کتنه کې وويل چې د انګلستان او افغانستان ترمنځ تعامل به په راتلونکي کې لا ډېر شي او دې موخې ته رسيدل مهم دي.
هېره دې نه وي، چې دواړو لوریو په دې کتنه کې پر یو لړ نورو دوو اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته