د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره وکتل
کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې د اسلامي امارت پر وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو، د خپلواکې ارزونې وړاندیزونو او راتلونکې دوحې ناستې په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» د ناستې او په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر د باورلیک منلو په تړاو معلومات وړاندې کړل او دا یې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امارت لپاره هیله بښونکي پرمختګونه وګڼل.
مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا تکرار کړه، چې اسلامي امارت ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري.
هغه د سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې وستایلي او د دوحې د ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړه.
نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک په تړاو د اسلامي امارت دریځ تکرار کړ، سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.
ورته مهال سینیرلي اوغلو په خپل وار وویل، چې په کابل کې يې د تېرې اوونۍ «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» ناسته له نژدې څارله او په کامیابۍ سره یې د ترسره کولو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي ورکړه.
د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي د دوحې د ناستې په اړه د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دوحې ناستې موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی تر څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه وشي.
سینیرلي اوغلو وویل، چې په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور زیات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همداراز افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي.
ده هیله څرګنده کړه چې نړیوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي..
سینیرلي اوغلو وویل، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت ته بلنه ورکړل شوې ده او اوس د امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دوحې په ناسته کې د امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي.
په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د همغږيکوونکي له معلوماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې امارت ملګري ملتونه سره ګډ کار غواړي او په ټوله کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت ګڼي.
نوموړي زیاته کړه، چې د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به اسلامي امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.