سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ ۶مې ناستې په څنډه کې له خپل روسیې سیال سره وکتل

کابل، د تلې ۱۴مه، باختر 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ ۶مې ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه‌ ييزو چارو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ متقي په دغه کتنه کې ویلي چې د افغانستان حکومت ته مسکو فارمټ ځانګړی اهميت لري او غوښتنه يې وکړه، چې دغه فارمټ د افغانستان او د سيمې هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا پر ميکانيزم بدل شي. 

متقي زیاته کړې، چې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ په سياسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو يادونه کړې او هيله يې څرګنده کړې، چې د روسيې فدراسيون سره د افغانستان د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه شي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه په افغانستان کې د ډاډمن امنيت او ثبات يادونه کړې او ويلي يې دي، چې ډاډمن امنيت په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر کړي دي. 

په ورته وخت کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير په دغه کتنه کې ویلي چې هېواد يې د افغانستان اړوند ټولو ناستو ته د اسلامي امارت استازي بللي دي او دې چارې ته به دوام ورکړي.

سرګي لاوروف ټينګار کړی، چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې باید له کنګل څخه و اېستل شي او افغانستان سره تعامل له نورو چارو سره ونه تړل شي. 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير همدارنګه له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې روسي شرکتونه لېواله دي؛ په افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي. 

نوموړي په سيمه او نړۍ کې له وروستيو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعيت ته په اشارې سره ویلي چې افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته