د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سعودي عربستان له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي

کابل، د مرغومي ۲۲مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي پرون په کابل کې د سعودي عربستان د شاهي دولت له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د کابل او ریاض ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعودي مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو رسول او په ټوله کې د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو له شته فرصتونو څخه پر استفادې خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې ارزښتناکې او تاریخي بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ راتګ شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه غوښتنه کړې، چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټو کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په رسولو کې هم مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سعودي سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان او سعودي دوې اړخیزې اړیکې تاریخي بللې او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه کولای شي په مختلفو برخو کې کار وکړي او په کابل کې د دوی د سفارت د فعالیت د بیا پیل موخه دا ده، چې له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.