سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران د قضائیه قوې له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د قضائیه قوې د مرستیال دکتور غریب آبادي په مشرۍ د یو لوړ رتبه پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربتوب له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو ستونزو ته د رسېدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان کډوالو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وکړې.

مولوي امیرخان متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په یاد هېواد کې بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ایراني پلاوي مشر غریب آبادي د افغانستان له امنیتي وضعیت او له نشه يي توکو سره د اغېزمنې مبارزې په تړاو د اسلامي امارت له موقف څخه خوښي وښوده او ويې ویل موږ دا درک کړې چې اسلامي امارت له نشه يي توکو سره د قاطع مبارزې سیاست مخ ته وړي، چې له امله یې په ایران کې د پخوا په پرتله د نشه یي توکو د قاچاق کچه کمه شوې چې دا یو مثبت ګام دی.

نوموړي په ایران کې افغانانو د شکنجې په اړه وویل چې دوی په دې برخه کې خورا جدي موقف لري او د لازمې همغږۍ او معلوماتو شریکولو په مرسته به په راتلونکې کې لازم اقدامات ترسره شي.

غریب آبادي د افغانستان له اسلامي امارت سره په قضائي برخو کې د همکارۍ او همغږۍ ژمنه تکرار کړه.

یاده دې وي چې دا لیدنه د هغو دوه اړخیزو ناستو لړۍ ده، چې تېر کال د اسلامي امارت یو پلاوي د همدې موخې لپاره تهران ته هم سفر کړی و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته