سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت له شارژدافیري سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل او مل پلاوي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وایي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په وروستي راپور او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ویستنې تر څنګ د ایټالیا هېواد له لوري په بشر دوستانه، روغتیا، کرنې او د یاد هېواد د نیمه بشپړو شویو پروژو په برخو کې د دغه هېواد د مرستو او همکاریو په زیاتېدو او ګڼو نورو دوه اړخيزه مسايلو خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته