کابل، د وږي ۲۹مه، باختر
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غوڼدې پرمهال د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپورو رسنیز کړ.
د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یاده غونډه کې وویل چې د تېر یوه کال په موده کې د بهرنیو چارو وزارت توانېدلی، چې د سیمې په کچه د هېواد بهرنۍ سیاسي استازولۍ کنټرول او مدیریت کړي او دمګړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغانستان ۳۹ سیاسي استازولۍ د اسلامي امارت اطاعت کوي.
متقي زیاته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري د ډيپلوماتيکو اړيکو او سياسي درک رامنځته کولو د هڅو پر دوام قزاقستان او قرغيزستان هېوادونو د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم بهر کړی او روسيه به هم په نژدې راتلوونکي کې ورته اقدام وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته په کار ده، چې په افغانستان کې روان حقایق په نظر کې ونیسي او د هغو مطابق قضاوت وکړي.
متقي د پاکستاني استازو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې ټي ټي پي له افغانستان څخه تمویلېږي.
نوموړي پر هغو ډیپلوماتانو هم سختې نیوکې وکړې، چې د تېر حکومت څخه اوس هم په یو شمېر سیاسي استازولیو کې پاتي دي او تورونه پرې لګېدلي، چې ګنې د سفارت اړوند توکي خرڅ کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې له اسلامي امارت سره د نړۍ د مثبت تعامل په پايله کې چين، متحده عربي اماراتو او ازبکستان هېوادونو په رسمي ډول د اسلامي امارت سفيران منلي او مالیزیا، ترکیې، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، مسکو، چین، دوحې او متحده عربي اماراتو ته د لسګونه افغان ډیپلوماتانو استول او د کوربه هېوادونو له اړخه یې رسما منل کېدل د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال نورې مهمې لاسته راوړنې دي.
راپور کې د دوه اړخیزې همغږۍ او کاري ناستو په لړ کې د قطر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، عمان، ایران، پاکستان، چین، مسکو، ترکیې، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو سره په کوربه هېوادونو او په کور دننه د لوړې کچې ۲۵ ناستې او دوه اړخیزې لېدنې د تېر کال مهمې لاسته راوړنې بلل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کانونو په برخه کې د ۷ پروژو همغږۍ او پانګونې ته د بهرنیو سوداګرو را بلل، له چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او پاکستان څخه د ۱۶۸۱ لنډمهاله روزنیزو بورسیو ترلاسه کول، له روسیې، چین، ازبکستان، اذربایجان، قزاقستان، مالیزیا او قطر هېوادونو څخه د ۱۱۷۴ تحصیلي بورسیو ترلاسه کول، د هرات زلزله ځپلیو ته د بهرنیو مرستو راجلبول، د ۲۸۳ زره ۲۱۰ وثایقو او اسنادو تصدیقول او صادرول، بهرنیو وګړو ته د ۴۱ زره ۹۵۹ ویزو ورکړه، د ۴۱۶ زره ۱۴۱ پاسپورټونو تمدیدول او په ۵ هوايي ډګرونو، ۸ بندرونو او ۷ ولایتي بهرنیو چارو څانګو کې د پاسپورټ سیسټم رامنځته کول د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.