د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، په کابل کې د ایران له نوي سفير سره تعارفي ناسته وکړه
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، نن په کابل کې د ایران له نوي سفير عليرضا بیکدلي سره تعارفي ناسته کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد تکل، په خپله «اکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي چې په دې ناسته کې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران نوي سفير ته ښه راغلاست ووایه؛ په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره د اړوندو چارو په ښه ترسره کولو کې مرسته وکړي.
علیرضا بېکدلي هم، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د هغه د ایراني سیال سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او هیله یې څرګنده کړې چې وکولای شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي.
د ايران نوي سفير ويلي چې د ايران او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه غواړي په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.