خبرونهسیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم اېستل کېدو هرکلی وکړ

کابل، د وږي ۱۵مه، باختر 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان حکومت له لوري د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم اېستل کېدو تود هرکلی وکړ.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان جمهوريت له لوري د طالبانو غورځنګ، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت ته نسبت ورکول کېده د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کول د ستاينې وړ ګام بولي او هرکلی یې کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نورو هېوادونو په تسلسل د قرغزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د سياسي درک د رامنځته کېدو ښکارندوی دی او د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتيا په لار کې د خنډ د لرې کېدو په مانا دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې هېواد له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د اېستل کېدو طرحه هم د هغه هېواد ولسمشر پوتین ته رسېدلې او ویل کېږي، چې دغه هېواد به ژر اسلامي امارت له خپل تور نوملړ څخه وباسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته